۰

عمران خان: افغانستان ته مسلکي کاري ځواک لېږو

شنبی ۲۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد به یې افغانستان ته مسلکي کاري ځواک ولېږي.
عمران خان: افغانستان ته مسلکي کاري ځواک لېږو
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد به یې افغانستان ته مسلکي کاري ځواک ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان ادعا کړې، چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی او دوی به له دغه هېواد سره د مرستې لپاره په بېلو برخو کې خپل کسان استوي.

دی وايي، افغانستان دمګړی په مالي، ټیکنالوژيکي او نورو برخو کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز زیاته کړې، چې د روغتیا، تخنیک او رسنیو برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان لوري تر دې دمه له هېڅ هېواد په رسمي توګه د کار کوونکو د رالېږلو غوښتنه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي