۰

دیبورا لاینز د قزاقستان له استازي سره کابل کې لیدلي دي

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژن کازیخانوف سره لیدلي دي.
دیبورا لاینز د قزاقستان له استازي سره کابل کې لیدلي دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژن کازیخانوف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مېرمن لاینز او کازیخانوف لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

په دغه لیدنه کې د افغانستان سره په بشري او اقتصادي مرستو هم خبرې شوې او ټینګار شوي، چې په افغانستان کې باید د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو مخینوی وشي.

د ملګرو ملتونو استازې مېرمن لاینز له قزاقستان څخه مننه کړې، چې دوی ته یې په آلماتا کې په موقت ډول دفتر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي