۰

ملګري ملتونه:۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي

دوشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۰
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي وايي، شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
ملګري ملتونه:۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي وايي، شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړي، چې نړۍ باید په دې پوه شي چې دا جدي مسئله ده او میلیونونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي.

بیسلي وایي، تر ټولو ستر ګواښ د لوږې له امله ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته متوجه دی چې باید ژر تر ژره یې د له منځه وړلو لپاره هڅه وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې د افغانستان د ژغورلو او په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره دې رغنده ګامونه اوچت کړي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي