د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، اوکراین کې د جګړو له امله افغانستان هم د خوړو له کمښت سره مخ کېدونکی دی.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د دغه پروګرام چارواکو زیاته کړې، دوی پراخې هڅې کوي چې افغانان له لوږې او بشري ناورین وژغوري خو وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې شیلي تکرال وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ سلنه لوړې شوې دي او د اوکراین د جګړې له شدت سره د دې توکو بیې نورې هم لوړېدلی شي.
نوموړې زیاته کړې، د خوړو نړیوال پروګرام تر دې دمه شاوخوا یو میلیارد ډالر په افغانستان کې د خوراکي توکو په مرسته لګولي دي او شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه داسې مهال د یو میلیارد ډالرو د لګولو خبره کوي، چې لا هم افغانستان له لوږې سره لاس او ګرېوان دی او لا هم میلیونونه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د پرلپسې راپورونو پر اساس همدا اوس په افغانستان کې له ۲۳ میلیونه څخه زیات انسانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل