۰

ناروې له افغانستان سره بشري مرستې کوي

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۰
د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دین محمد حینف د نارویژي چارواکو سره کتلي او ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
ناروې له افغانستان سره بشري مرستې کوي
د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دین محمد حینف د نارویژي چارواکو سره کتلي او ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په یوه ټوېټر کې ویلي، چې ښاغلي حینف د ناورې له سفیر سره کتلي دي.

دی وايي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

د ښاغلي نعیم په وینا دواړو لورو ټینګار کړی دی چې په خپلو کې به د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو لپاره همکارۍ ډېروي.

دی وايي، ناروې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز ټینګار کوي د اقتصادي مسایلو په برخه کې هم له افغانستان سره همکار دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي