۰
د اقتصاد وزارت:

ښځې کولۍ شي د اسلامي ارزښتونو په پام کې سوداګري وکړي

پنجشنبه ۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۷
د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي وایي،  د نوې سوداګریزې تګلارې په عملي کېدو سره به تر یوه حده د خلکو ستونزو ته رسېدګي وشي.
ښځې کولۍ شي د اسلامي ارزښتونو په پام کې سوداګري وکړي
د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د نوې سوداګریزې تګلارې په عملي کېدو سره به تر یوه حده د خلکو ستونزو ته رسېدګي وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري پرون چهارشنبې د کب ۴ مه په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

نظري ویلي، له نوې اقتصادي تګلارې سره سم دغه راز ټول بهرني او کورني سوداګر چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ولري، بې له کومې وېرې پانګونه کولی شي.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې ښځینه سوداګرې هم د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې سوداګریز فعالیتونه کولی شي.

د یادونې ده چې د امریکا له لوري د افغان مالي شتمنۍ کنګل کېدو سره سم د هېوادوالو اقتصادي وضعیت لا ځپل شوی دی او د افغانستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا دا کار غیر عادلانه او له افغانانو سره ښکاره ظلم بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي