۰
د ناټو مشر:

افغانستان مو هېر نه دی، د نجونو پر تعلیم بندیز خواشیني کړي یو

شنبی ۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز له امله خواشيني څرګنده کړې وايي، د افغانستان سرپرست حکومت پخپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
افغانستان مو هېر نه دی، د نجونو پر تعلیم بندیز خواشیني کړي یو
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز له امله خواشيني څرګنده کړې وايي، د افغانستان سرپرست حکومت پخپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلۍ سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون جمعه په بروکسل کې د اوکراین په تړاو دې د دې سازمان تر سرمشریزې غونډې وروسته د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی تر اوسه افغانستان نه دی هېر کړی.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې تعلیم د نجونو او ښځو په ګډون د هر انسان بنسټیز حق دی، په تېرو شلو کلونو کې میلیونونه افغان نجونې او هلکان ښوونځیو ته تلل او یو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېده.

خو په وینا یې له زده کړو څخه د نجونو د بې برخې کولو هره هڅه له هغو ژمنو څخه سرغړونه ده چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره کړې وه.

نوموړي ویلي، طالبان باید په دې اړه ځواب ورکوونکي واوسي.

د هغه په باور د ټولو هغو افغانانو باید ملاتړ وشي چې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، د ښځو د حقوقو او د نجونو د زده کړو په برخو کې فعالیتونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي