۰

د ناټو سرمنشي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغانستان غږېدلی

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۵
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلی او هلته د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ ورسره کتلي دي.
د ناټو سرمنشي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغانستان غږېدلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلی او هلته د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ ورسره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، سټولټنبرګ او قریشي د افغانستان په روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

د سرچینې په وینا قریشي ویلي افغانستان بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري او د ناټو غړي هېوادونه باید په دې برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، که د طالبانو سره تعامل ونه شي، وېره ده چې افغانستان نه به د کډوالو د وتو بحران هم پياوړی او دغه هېواد د ترهګرۍ د پټنځای ترڅنګ د نیشه یي توکیو د تولید په عمده مرکز بدل شي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ویلي، دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې او په دې برخه کې د پاکستان هڅې ستایي.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې له افغانستان سره به بشري مرستې ادامه ولري او په دې برخه کې د ناټو د غړو هېوادونو ژمنې پر خپل ځای دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي