۰

ښايي برېتانیا د افغانانو د ایستلو پلان لغوه کړي

دوشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۴
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړي، چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزیره ښایي هغه پلان لغوه کړي، چې له مخې یې دوی غوښتل لسګونه له خطر سره مخ افغانان له دې ځایه وباسي.
ښايي برېتانیا د افغانانو د ایستلو پلان لغوه کړي
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړي، چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزیره ښایي هغه پلان لغوه کړي، چې له مخې یې دوی غوښتل لسګونه له خطر سره مخ افغانان له دې ځایه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، برېټانیا د تخلیې د ماموریت پر مهال د زرګونه افغانانو د ایستلو او ځای پر ځای کولو اعلان وکړ،خو اوس ورو ورو له دې پلان په شا کېږي او د لا ډېرو افغانانو له منلو مخ اړوي.

په مطلب کې راځي چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت دغه اعلان ملاتړ نه درلود، نو دوی د مالي سرچینو په پیدا کولو بریالي نه شول، له همدې امله ښایي دغه پلان لغوه کړل شي.

ګارډین ته ځينو چارواکو ویلي چې ښایي هغه مهال د زرګونه افغانانو د ایستلو اعلان یوه نمایشي کړنه وه، چې دمګړی یې برېټانیا په عملي کولو بریالۍ نه ده.

هغه مهال هم د برېتانیا د تخلیې په مراسمو دا نیوکې وې، چې برېتانوي ځواکونو د خطر سره مخ افغانانو پر ځای سپي له ځان سره لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي