۰

د امریکا ځانګړي استازي له ډاکترعبدالله سره خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ملي روغې جوړې د عالي شورا له پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.
د امریکا ځانګړي استازي له ډاکترعبدالله سره خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ملي روغې جوړې د عالي شورا له پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني خبرو کې امریکا له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.

دغه راز دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت، بشري مرستو، روغتیا او زده کړو خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په دې مکالمه کې په یادو برخو کې د همکاریو د نوي باب پر پرانیستلو او نوو پروګرامونو خبرې شوې دي.

په ورته وخت ټام وېسټ هم وایي، له ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ګټورې ټلیفوني مکالمې لرلې دي او له افغانستان سره پر مرستو خبرې شوې دي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه یې له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۸ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده. امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي