۰

هرات کې د وروستۍ چاودنې مسوولیت داعش واخیست

دوشنبه ۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د وروستۍ بمي چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
هرات کې د وروستۍ چاودنې مسوولیت داعش واخیست
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د وروستۍ بمي چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې داعش ډلې پرون یکشنبې د سلواغې ۳ مه ناخته په خپل تلګرام پاڼه تایید کړی، چې دغه برید دوی کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې  تېرې شنبې په ورځ د هرات ښار د حاجي عباس ښارګوټي کې د ولسي خلکو پر یوه پلانکوچ ډوله موټر د مقناطسي ماین چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي