د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د وروستۍ بمي چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې داعش ډلې پرون یکشنبې د سلواغې ۳ مه ناخته په خپل تلګرام پاڼه تایید کړی، چې دغه برید دوی کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې تېرې شنبې په ورځ د هرات ښار د حاجي عباس ښارګوټي کې د ولسي خلکو پر یوه پلانکوچ ډوله موټر د مقناطسي ماین چاودنه وشوه.
په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک وو.
جمهورخبري آژانس:کابل