د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د افغانستان بانک له رییس سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال محمد یونس مهمند او ګڼو سوداګرو سره په لیدنه کې شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبر پاڼه کې د ښاغلی مهمند له خولې ویل شوي چې افغان سوداګر د بانکي ستونزو له امله په منظم او عادي ډول سوداګري نه شي کولي.
د افغانستان بانک رئیس له سوداګرو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي ترڅو ډېر ژر د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل