د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دوی د خصوصي سکتور او سوداګرو سره په ګډه د همغږۍ شورا جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن پنشنبې د مرغومي ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې خونې پرېکړه کړې، چې د افغان سوداګرو تر منځ د همغږۍ او سوداګرۍ برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ شورا رامنځ ته کړي.
سرچینه زیاتوي،په هغه ناسته کې چې د یادې خونې مشرتابه د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره درلوده، هغوی له حکومته غوښتي چې د بهرنې پانګونې د جلبولو لپاره دې د افغان سوداګرو او د ترکیي او متحده عربي اماراتو د پانګه والو ترمنځ دې همغږي ته زمینه برابره کړي.
خبرپاڼه کې د سوداګریزو او پانګونې د بنسټونو ترمنځ د هغمږۍ نشتوالی او د سوداګرو د ستونزو ډیرېدل د دې شورا د رامنځته کېدو له لاملونو بلل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل