۰

بایډن له نوي افغان حکومته د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې

دوشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د اسلامي امارت له نوي حکومت څخه د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
بایډن له نوي افغان حکومته د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې
د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د اسلامي امارت له نوي حکومت څخه د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بايډن په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو آرمان لري، نو باید مارک فریچرز ازاد کړي ځکه دا مسئله د مذاکرې وړ نه ده.

بایډن وايي هغه یو متقاعد امریکايي وګړی دی، چې په تېرو لسو کلونو کې یې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان حق نه لري چې بېګناه او ملکي وګړي برمته کړي.

امریکايي حکومت وایي چې مارک په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې تښتول شوی دی او له طالبانو سره بندي دی.

هغه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله هم د دې کس له خوشي کولو سره تړلې ده.

بلخوا بایډن امریکايي وګړو ته ډاډ ورکړی چې د دوی خپلوان او دوستان که په هر هېواد کې بندي او برمته وي د خلاصون لپاره یې هڅې کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي