د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت د هرات – خواف ریل پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل کړي دي.
دغه وزارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی نن سه شنبې د غوايی ۴ مه سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د هرات – خواف ریل پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات په ارامه فضا کې پیل شوي دي.
طالبانو ویلي چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریل ګاډی او بیا به هره ورځ دوه ریل ګاډي له افغانستان څخه ترکیې ته ځي.
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ امنیت د ملي دفاع وزارت د مسلکي او زړورو ساتونکو له خوا برابریږي.
جمهورخبري آژانس