په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی دیپلومات چې د افغانستان د اسلامي جمعیت غړی هم دی نیولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد دغه ډيپلومات چې سيد نبي نبيل نومېږي، د پنجشنبې په ورځ د ثور د شپږمې نېټې په ماښام د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې په مسعود ښارګوټي کې د وسله والو طالبانو له خوا له خپل کور څخه نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو له خوا د دغه هېواد د ډيپلوماټ د نيولو لامل تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.
باید وویل شي چې ښاغلی نبیل د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د سنګتش کلي اصلي اوسېدونکی دی.
نوموړی په تېر حکومت کې په کویټ او سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارتونو مرستیال و.
ښاغلی نبیل د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یو فعال دیپلومات دی.
جمهورخبري آژانس