۰

کابلوف: طالبان رسمیت پېژندنې ته نېږدې شوي دي

سی شنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، پر طالبانو د نړیوالو باور زیات شوی او دغه ډله څو ګامه رسمیت پېژندنې ته نېږدې شوې ده.
کابلوف: طالبان رسمیت پېژندنې ته نېږدې شوي دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، پر طالبانو د نړیوالو باور زیات شوی او دغه ډله څو ګامه رسمیت پېژندنې ته نېږدې شوې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې کابلوف له تاس خبري آژانس سره مرکه کې زیاته کړې، له افغانستان سره د بشري مرستو زیاتېدا، له طالبانو سره دیپلوماتیک تماسونه ښيي، چې په کابل کې پر واکمن نظام د نړۍ باور زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، همدې ته په کتو ښایي طالبان خپل د منځنۍ او ټیټې کچې ديپلوماتان مسکو کې د افغانستان سفارت ته ولېږي.

کابلوف ویلي«موږ کابل کې د جاپان سفارت بېرته فعالېدل ولیدل او مسکو د بهرنیو هېوادونو د دغه کړنې ستاینه او هرکلی کوي.»

دی وايي، پر افغانستان ټول لګېدلي بندیزونه د نوي حکومت د مشخصو اقداماتو، چې د سولې بین الافغاني خبرې، د ټول شموله حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ سره مباره ده، په کولو سره لرې شي.

د روسیې ځانګړی استازی ټینګار وکړ، چې مسکو د طالبانو سره د خپلو اړیکو په اړه نړیوالو او داخلي قوانینو ته ژمن دی او سرغړاوی ترې نه کوي.

خو زیاته کړې یې ده، چې طالبان د نړیوالو غوښتونو ته د غاړې اېښودو پرته نه شي کولۍ له نړۍ سره خپلې اړیکې عادي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي