کابلوف تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له افغانستان او د نوي حکومت له چارواکو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي، چې له دغه هېواد سره د رسمیت پېژندلو په برخه کې همکاري وکړي.
خو په وینا یې تر هر څه وړاندې باید د بشري حقونو او ښځینه وو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې شرطونه ومنل شي.