ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښځو د حجاب په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د وروستي فرمان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه سبا پنشنبې د غوايي ۲ مه د امنیت شورا په مقر کې جوړېدونکې ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د دغه سازمان استازې دیبورا لاینز دغې ۱۵ کسیزې شورا ته په دې اړه معلومات ورکړي.
رویټرز دا هم لیکلي، چې مېرمن لاینز به یادې شورا ته په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر ازادیو د لګول شویو بشري او مدني بندیزونو هم بحثونه وکړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د تېرې شنبې په ورځ د ښځو د شرعي حجاب په اړه یوه فرمان صادر کړل.
د اسلامي امارت دغه فرمان د نړیوالو غبرګونو سره مخ شو او یو ډول یې اسلامي امارت د بشري حقونو پر نقض تورن کړ.
خو اسلامي امارت وايي، افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده او د حجاب موضوع هم کورنۍ ده، چې په بهرنیانو پورې اړه نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل