ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د روان وضعیت په اړه په روانه میاشت کې یوه ځانګړې غونډه تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غونډه چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۱۷ مه نېټه وشي، وړاندیز یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي واسلي نبیزیا کړی دی.
نبیزیا دغه راز د روسیې تاس خبري آژانس ته دا هم ویلي، چې امنیت شورا به د افغانستان تر څنګ د سوریې او یمن په اړه هم ځانګړې غونډې ولري.
خو د یادو غونډو په اړه یې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.
د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ملګرو ملتونو په وار وار د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې که د دغه هېواد له ثبات او اقتصاد سره مرسته ونه شي، نو بشري ناوین به په کې رامنځ ته شي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، په افغانستان کې بې کاري او بې وزلي خورا زیاته شوې او دا مهال تر ۲۳ میلیونه زیات افغانان له لوږې سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل