روسیې یو ځل بیا په سیمه کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، په سیمه کې د ګواښونو د ختمولو لپاره لا ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په مسکو کې د مرکزي آسیا هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې کړې دي.
شویګو ویلي، په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق، ترهګرو او ځینو نورو منفي اقداماتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، په پولو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو فعالیتونه هم ډېر شوې دي او هڅه کوي د افغانستان له وضعیت د ځان په ګټه کار واخلي.
د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ باید همغږي ډېره شي او په امنیتي برخو کې دې همکاري پراخه کړي.
سرګي شویګو وايي، په پوره همغږۍ باید د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم اقدامات ترسره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل