۰

پاکستاني طالبانو رسمآ د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې اعلان کړی

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۱
پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوبندر پای ته رسولی او رسما یې د دغه حکومت پر ضد د بیا جګړې اعلان کړی دی.
پاکستاني طالبانو رسمآ د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې اعلان کړی
پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوبندر پای ته رسولی او رسما یې د دغه حکومت پر ضد د بیا جګړې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فرانسې خبري آژانس وايي، ټي ټي پي دغه اعلان پرون دوشنبې د لیندۍ ۷ مه په یوه اعلامیه کې ورکړی دی.

په اعلامیې کې راغلي دا چې پوځ په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات روان کړي، نو په ټولو لازمه ده چې د هېواد په هره برخه کې چې کولی شۍ بریدونه وکړي.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان په کومو سیمو کې د دغه هېواد پوځ د طالبانو پر ضد عملیات کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستاني طالبانو او پوځ  ترمنځ د تېرې جون په میاشت کې اوربند شوی وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي