پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوبندر پای ته رسولی او رسما یې د دغه حکومت پر ضد د بیا جګړې اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فرانسې خبري آژانس وايي، ټي ټي پي دغه اعلان پرون دوشنبې د لیندۍ ۷ مه په یوه اعلامیه کې ورکړی دی.
په اعلامیې کې راغلي دا چې پوځ په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات روان کړي، نو په ټولو لازمه ده چې د هېواد په هره برخه کې چې کولی شۍ بریدونه وکړي.
په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان په کومو سیمو کې د دغه هېواد پوځ د طالبانو پر ضد عملیات کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د تېرې جون په میاشت کې اوربند شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل