د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا په غزه کې د بیړنی اوربند د طرحې د تصویبیدو هرکلی وکړ.
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبې د وري ۷ مه په خپله ایکس پاڼه کې یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي چې د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د غزې په اړه د بیړني اوربند د تصویب هرکلی کوي.
د طالبانو د ډلې په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د اوربند د دوام، د ټولو نیواکګرو ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشردوستانه مرستو رسولو او د بې ځایه شویو د راستنیدو په هکله په ټولیزه توګه د حماس او د فلسطین د ولس د دریځ ملاتړ او تائید کوي. فلسطینیان خپلو سیمو ته ستانه شي، د غزې ښار بیا رغونه او د محاصرې پای ته ورسوي.
طالبانو ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې ژر تر ژره په غزه کې د اوربند د عملي کېدو ډاډ ورکړي او د روان کړکېچ مخه دې ونیسي.
طالب ډلې د ملګرو ملتو له امنیت شورا او له نفوذ لرونکو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د نسل وژنې د مخنیوي او د فلسطین د مسئلې د بنسټیز حل لپاره د عادلانه لارې په لټه کې دې له پرېکړه لیکونو هاخوا عملي ګامونه پورته کړي.
خبرگزاری جمهور