۰

طالبان: تر سلو زرو زیاتو سیلانیانو بامیان ته سفر کړی دی

پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۵
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې تیر کال څه باندې سل زره سیلانیانو بامیان ولایت ته سفر کړی دی.
طالبان: تر سلو زرو زیاتو سیلانیانو بامیان ته سفر کړی دی
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې تیر کال څه باندې سل زره سیلانیانو بامیان ولایت ته سفر کړی دی.

طالبانو نن پنشنبې د وري ۱۶ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېر کال څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیانو ولایت له تاریخي او سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس صفي الله رايد وویل چې د سل زره سیلانیانو له جملې څخه شاوخوا ۱۵۰۰ یې بهرني اتباع دي.
 
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، غواړي د هېواد په لومړي ملي پارک امير بند کې له غوره اسانتياوو سره يو لوکس هوټل جوړ کړي او دغه راز پارک ته برېښنا ورکړي او د پارک د سړک د جوړولو چارې پيل کړي.

د یادولو وړ ده چې بامیان ولایت د افغانستان یو له تاریخي ولایتونو څخه دی چې تاریخي ځایونه او غیر معمولي طبیعي منظرې لري.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي