د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په یوه برید کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید تېره شپه ۸:۲۰ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو په سیمه کې د هملند په ۱۵مه ترسره شوی دی.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دې بريد کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس