۰
اوچا:

افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو په پایله کې ۳۲ تنه مړه شوي دي

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۰
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله ۳۲ کسان وژل شوي دي.
افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو په پایله کې ۳۲ تنه مړه شوي دي
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله ۳۲ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان سه شنبې د وري ۲۸مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو او د راوتلو سیلابونو په پایله کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

اوچا زياته کړه، چې دغه باران او سېلابونو په افغانستان کې هم ١٢٠٠ کورنۍ زيانمنې کړې، څه باندې ١٠٠٠ کورونه او څه باندې ٦٣ زره جريبه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې له خپلو همکارانو سره په ګډه د دغو سېلابونو د اغېزو په اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو او سيلابونو شاهد وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي