د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس خبر ورکړی، چې "ترکش ایرلاین" به د مې په ۲۱مه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
دغه خبری آژانس نن سه شنبه د ثور ۱۱ مه زیاته کړه چې د ترکیې دغه هوایی شرکت په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته دغه هیواد ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.
د ترکش ایرلاین ویلي چې دغه هوايي شرکت به په اونۍ کې څلور الوتنې له استانبول څخه کابل ته کوي او برعکس به یې الوتنې کوي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه ټولې نړيوالې الوتنې بندې شوې دي.
جمهورخبري آژانس