د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د افغانستان کانونه د لوستو افغانانو په مرسته استخراجوو.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
مولوي عبدالکبیر ویلي، د طالبانو امارت هڅه کوي، چې د لوستو افغانانو په مرسته د کانونو د استخراج په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو له یوې خوا د کار زمینه او له بلې خوا د لویو پروژو د پلي کولو لپاره مالي سرچینې هم برابرې شي.
د طالبانو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ له ډېرېدو سره ډېری علمي او تخنیکي کارکوونکي له هېواده وتلي او یا هم له دولتي دندو تقاعد شوي دي.
جمهورخبري آژانس