۰

کپ: د طالبانو د واکمنۍ یو له منفي اغیزو څخه د اقلیم د بدلون له غونډو څخه د افغانستان ایستل دي

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۰
د KAP دفتر چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون مسله تعقیبوي، وايي چې پر افغانستان د طالبانو د کنټرول یو له منفي اغیزو څخه د اقلیم د بدلون له غونډو څخه د دغه هیواد وتل دي.
کپ: د طالبانو د واکمنۍ یو له منفي اغیزو څخه د اقلیم د بدلون له غونډو څخه د افغانستان ایستل دي
د KAP دفتر چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون مسله تعقیبوي، وايي چې پر افغانستان د طالبانو د کنټرول یو له منفي اغیزو څخه د اقلیم د بدلون له غونډو څخه د دغه هیواد وتل دي.

دغه دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په نړيواله کچه د افغانستان انزوا او د طالبانو بې کفايتي د هېواد د اقليمي بحران د خپرېدو په اړه سيمې او بهر ته اندېښنې پيدا کړې دي.

اعلامیې ټینګار کړی چې "په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته د رسیدو یو له منفي اغیزو څخه یو د اقلیم د بدلون له نړیوالو غونډو څخه د هیواد ایستل دي، په شمول د شنو اقلیم وجهي صندوق (GCF) غونډو."

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې افغانستان یوازې د خپلې اړتیا ۴۰ سلنه برېښنا پوره کولای شي او دغه ناکافي تولید د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د شاوخوا شپږ ساعتونو برېښنا د کمښت لامل شوی دی.

په همدې حال کې، له دې امله چې طالبان د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت نه پېژني او ټول مشران یې د دغه سازمان د بندیزونو په لېست کې دي، دوی نشي کولای په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي