یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو په پایله کې ۳۶ کسان وژل شوي دي.
دغې ادارې نن پنجشنبه د ثور ۱۳ مه په یوه راپور کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر شیعه ګان په نښه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د جنورۍ له ۶مې تر ۱۱مې پورې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درېیو چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.
راپور زیاتوي، چې د جنورۍ په شپږمه د کابل په دشت برچي سیمه کې د مسافرو په یوه بس کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د جنورۍ په ۹مه د کابل په «الوخېلو» سیمه کې د طالبانو د زندانونو د څانګې د کارکوونکو په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې درې تنه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
په راپور کې راغلي چې د جنورۍ په ۱۱مه د کابل په دشت برچي کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي چې تر اوسه یې نوعیت نه دی څرګند.
یوناما ویلي چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.
دغه رياست په ډاګه کړه، چې په کندهار کې د کابل بانک د څانګې مخې ته ځانمرګي بريد ٢٥ تنه ووژل او ٥٠ نور يې ټپيان کړل.
دا برید د مارچ په ۲۱مه وشو.
داعش د دې ټولو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس