د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې دغه پېښه د ثور په ٢٨مه، له غرمې وروسته د هرات ښار او کرخ ولسوالۍ ترمنځ پر سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې يو کاسټر ډوله موټر له يوه موټرسايکل سره ټکر وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
د دې ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
جمهورخبري آژانس