۰

بدخشان کې يو مدني فعال د طالبانو له خوا ونيول شو

یکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۷
په بدخشان ولایت کې دولتي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو مدني او ټولنیز فعال له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
بدخشان کې يو مدني فعال د طالبانو له خوا ونيول شو
په بدخشان ولایت کې دولتي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو مدني او ټولنیز فعال له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه فعال نوم رحيم الله جويا دى او له تېرې مياشتې راهيسې د بدخشان په فيض اباد ښار کې د طالبانو په زندان کې دى.

سرچينې زياته کړې، چې رحيم الله په موبايل کې د مقاومت د ځواکونو د عکسونو د لرلو له امله د طالبانو له خوا نيول شوى او بندي دى.

ويل کيږي چې طالبانو دغه ځوان دبدخشان ولايت د شهدا ولسوالۍ د "پارخوب" په کلي کې له خپل کور څخه نيولى دى.

سرچينې زياته کړې، چې قومي مشرانو څو ځلې د رحيم الله د خوشې کولو هڅې کړې دي. خو دغو هڅو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي