د کنړ چارواکی وایي، د دې ولایت د چپې درې له ولسوالۍ څخه د حزب اسلامی یوه ۲۶کسیزه ډله له دولت سره یو ځای او د مخالفت څخه یې لاس واخیست.
د کنړد والی ویاند عبدالغنی مصمم جمهور خبری اژانس ته وویل چې دغه ډلې د دوشنبې په مازیګر د کنړولایت په مرکزاسعداباد
«اوس موږ باید د جګړې پرځای سولې ته کار وکړ.»
کې د کنړ والي شجاع الملک جلاله سره هم ولیدل او خپلې وسلې یې دولت ته وسپارلې.
نوموړی زیاته کړه چې یادې وسلوالې ډلې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي په چوکاټ کې په چپې درې ولسوالۍ کې د دولت پر خلاف وسله وال فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه چې دغه ډله په کونړ کې د سولې د شورا او ملي امنيت په هڅو د سولې له بهير سره يو ځاى شوې ده.
د
د کنړد والی ویاند عبدالغنی مصمم جمهور خبری اژانس ته وویل چې دغه ډلې د دوشنبې په مازیګر د کنړولایت په مرکزاسعداباد کې د کنړ والي شجاع الملک جلاله سره هم ولیدل او خپلې وسلې یې دولت ته وسپارلې.
مصمم په وینا دغو کسانو ٢٦ میله وسلې چې په کې راکټ، پیکا او کلاشينکوفونه شامل دي، له ځان سره راوړي دي.
دغه ډله د دین محمد په نوم د یو تن په مشرۍ د سولې له بهیرسره یو ځای شوې ده.
د دی وسلوالې ډلې مشر دین محمد وايي، له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په وتو دي او نوره په دې هېواد کې جګړې ته اړتیا نشته.
هغه وویل«اوس موږ باید د جګړې پرځای سولې ته کار وکړ.»
د حزب اسلام ګلبدین حکتمیار اړوند وسلواله ډله په داسی حال کې د سولې له بهیرسره یو ځای کېږي چې د دې ډلې یوه پلاوی په کابل کې د دولت لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي او په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې یې د ګډون پرېکړه کړې.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار