۰

ناټو له افغانستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۷
د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن وايي په داسې حال کې چې سږ کال په افغانستان کې د ناټو جګړیز ماموریت پای ته رسېږي، دغه سازمان به له افغانستان سره د نویو اړیکو باب پرانیزي.
ناټو له افغانستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزي

 د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن وايي په داسې حال کې چې سږ کال په افغانستان کې د ناټو جګړیز ماموریت پای ته رسېږي، دغه سازمان به له افغانستان سره د نویو اړیکو باب پرانیزي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې راسموسن ویلي چې دوى په افغانستان کې تر ټولو لوى اېتلاف جوړ کړى چې د نړۍ د هېوادونو څلورمه برخه تشکيلوي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو ګډو عملياتو تر پخوا هر وخت د ګډ کار يو ښه مثال جوړ کړى دى. نوموړي ویلي، چې د وېلز په غونډه کې به موږ له خپلو همکارانو سره د روزنې، همکارۍ او مشورو په برخه کې د پرمختګونو او همکاريو پر نوو لارو چارو خبرې وکړو.
راسموسن دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې سبا ته په لندن کې د ویلیز غونده پیلېدونکې ده.
په دغه غونده کې به د افغانستان په استازیتوب د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي ګډون وکړي.
که څه هم هڅه دا کېده، چې د یادې غونډ تر پیل پورې افغانستان نوی ولسمشر ولري او په دې غونده کې ګډون وکړي، خو ټاکنیزو ناندریو په دغه غونده کې نوی ولسمشر له ګډون نه بې برخې کړ.
جمهور آژانس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین