د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوردي وایي، ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د وسله والو طالبانو ټولې ډلې په یوه واحد صف کې افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي چودري دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو
دغه راز نوموړي دا هم وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو او دې ته د هغوی هڅول چې خپلې وسلې په ځمکه کېږي لړۍ هم پیل شي.
اړیکو د کمېټې په غونډه کې وکړې.
نوموړي په دغه غونډه کې وویل، هڅه کېږي، چې د وسله والو طالبانو ټولې ډلې په یوه صف کې د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکراتو کې برخه واخلي.
دغه راز نوموړي دا هم وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو او دې ته د هغوی هڅول چې خپلې وسلې په ځمکه کېږي لړۍ هم پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په څلور اړخیزه غونډه کې له طالبانو سره د سولې پر نقشه توافق وشو.
جمهورآژانس:کابل