په بلجیم کې د افغانستان سفیر محمد عمر صمد له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشرۍ ماڼې ته یې خپل استعفا لیک لېږلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې صمد په استعفا پاڼه کې ویلي، که څه هم بلجیم د ده باور لیک دوې میاشتې وړاندې منلی، خو هېواد کې د ننه یې اړوند چارې لا نه دي بشپړې شوې.
د هغه په وینا په دې وروستیو کې د چارو ادارې په یوه صادره مکتوب کې بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې نوموړی د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې د سفیر په توګه نه دی منل شوی.
ښاغلي عمر صمد د خپلې دندې پرېښودو دلیل هم همدا په ګوته کړی او له حکومتي مشرانو یې غوښتي، چې استعفا یې ومني، خو ولسمشرۍ ماڼې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل