د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې ځامرګی برید شوی، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیق شمېره یې نه ده په ډاګه شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه برید نن سهار د خیبر اېجنۍ په لنډي کوتل سیمه کې د ذخه خېل قوم د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان بلال شوى، شوی دی.
پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله زیاتوي، چې برید د بلال په حجره کې شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د ټپیانو کره شمېره یې نه ده ښودلې.
ځايي ملېشه ځواکونو ویلي، چې خله بلال له بریده روغ وتلی او وژل شوی کس یې هم ساتونکی دی.
باید وویل شي، چې د ذخه خېل قوم د ولسي پاڅون کوونکو مشر بلال له تېرو څو کلونو راهيسې د لشکر اسلام منګل باغ ډلې په وړاندې وسله واله مبارزه پيل کړې ده.
جمهورآژانس:کابل