۰
امریکا کې د پاکستان سفیر:

امریکا او پاکستان د په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کار وکړي

چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۶
په امریکا کې د پاکستان نوي سفیر عزیز احمد چودري ویلي، امریکا او پاکستان کولی شي، په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات له پاره کارو کړي.
امریکا او پاکستان د په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کار وکړي
په امریکا کې د پاکستان نوي سفیر عزیز احمد چودري ویلي، امریکا او پاکستان کولی شي، په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات له پاره کارو کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چوردي چې په دې وروستیو کې په امریکا کې د پاکستان سفیر ټاکل شوی هڅه کوي، چې واشنګټن او اسلام آباد تر منځ اړیکې جوړې کړي.
نوموړي ویلي، په افغانستان کې د جګړې او ناامنیو له امله زیات زیان پاکستان کړی نو ځکه یې هېواد په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
هغه په ضمني توګه دا هم تایید کړې چې هېواد یې پخوا له ترهګرۍ ملاتړ کاوه، خو اوس یې ددغو ډلو له ملاتړه لاس اخیستی دی.
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر دغه راز زیاته کړې، چې امریکا باید داعش ډله په سیمه کې د پښې د ځای تر پیدا کولو مخکې له منځه یوسي.
چوردي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په نړیواله کچه ویل کېږي، پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ریښتیني نه دی او پر وړاندې یې دوه ګوني چلند کېږي.
له دې سره تر څنګ چودري له امریکا پر داسې مهال د داعش د ځپلو غوښتنه کوي، چې د افغانستان د امنیت شورا په وینا په افغانستان کې جنګېدونکي داعش جنګیالي ۸۰ سلنه پاکستانیان دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین