امریکا متحده ایالاتو د کندهار په هوایي لوا کې څلور نورې بلک هاک چورلکې افغان هوايي ځواک ته وسپارلې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکې تېره ورځ د سلواغې ۳ مه د افغان هوايي ځواک د عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب په حضور کې ور وسپارل شوې.
د افغان هوايي ځواک د عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب د دغو څلورو نویو بلک هاک هلیکوپټرو په تر لاسه کېدو سره د کندهار په هوايي لوا کې د بلک هاک هلیکوپټرو شمېر ۸ ته ورسېد.
د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د کندهار په هوايي لوا کې افغان هوايي ځواک ته ۴ بلک هاک هلیکوپټرې وسپارلې.
دغه راز هغه زیاته کړې، چې په امریکا، چک او کندهار کې د افغان پيلوټانو د روزنې بهير هم دوام لري، چې یو شمېر یې په درېیو جلا جلا ګروپونو کې عملي او نظري زده کړې تر لاسه کړي.
باید و ویل شي، چې دا په روان ۱۳۹۶ کال کې د امریکايي بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه جوپه ده چې افغان هوايي ځواک ته سپارل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کندهار