ټاکل شوې، چې د امریکا متحده ایالت نن د اسرائیلو له مرکز تل آبیب څخه د فلسطین بیت المقدس ښار ته انتقال او پرانیږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټرامپ لور ایواناکا او د هغې خاوند جرد کوشنر چې د نوموړي سلاکار هم دی، د دغه سفارت د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په موخه اسرائیلو ته رسېدلي دي.
ویل کېږي، د امریکا خرانې وزیر استیو منوچین او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان به هم په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
ډونالډ ټرمپ په دغه مراسمو کې چې ټاکل شوې نن دوشنبې د غويي ۲۴ مه به تر سره شي ګډون ونه کړي، خو ښايي خپل ویډیويي پیغام د مراسمو ګډونکوونکو ته ولېږي.
باید و ویل شي، چې ټرامپ د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د یوې وینا پر مهال ویلي وو چې امریکا به خپل سفارت له تل آبیب څخه بیت المقدس ته ولېږدول شي.
که څه هم د ټرمپ دغه پرېکړه او تصمیم د نړۍ د ګڼو اسلامي هېوادونو له خوا په کلکه وغندل شو او له هغه یې د دغه کار د نه کولو غوښتنه وکړه، خو داسې ښکاري، چې ټرمپ پر خپله پرېکړه ولاړ دی.
جمهورخبري آژانس:کابل