امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د کندهار د سپین بولدک او ارغستان ولسوالیو تر منځ د لکړۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، جګړه هغه مهال ونښته، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې وسله والو طالبانو د لکړۍ په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.
چارواکي زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، خو د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې بیا ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وايي، جګړه د ډېورنډ کرښې په دوه کلیومترۍ کې شوې، چې د شپې پیل او تر سهار پورې یې دوام درلود.
نوموړي و ویل، چې په دغه جګړه کې ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو هم د سرې ویالې او لکړۍ په سمیه کې د جګړې پخلی کړی او ویلي یې دي، څلور امنیتي پوستې یې سقوط کړې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس:کندهار