۰

مشرانو جرګې د سرپرست حکومت له طرحې سره مخالفت وښود

سی شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۲
مشرانو جرګې د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا هغه طرحه رد کړه، چې پر بنسټ یې دوی د سرپرست حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.
مشرانو جرګې د سرپرست حکومت له طرحې سره مخالفت وښود
مشرانو جرګې د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا هغه طرحه رد کړه، چې پر بنسټ یې دوی د سرپرست حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو ګدې شورا نن سه شبنې د غوايي ۲۴ مه د یوې اعلامیې په خبرولو سره و ویل، چې د اوسنی حکومت کاري دوره د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د چارو د ادارې لپاره باید سرپرست حکومت رامنځ ته شوي.

دوی دا هم ویل، چې اوسني ولسمشر غني په هغه صورت کې کولی شي خپلې حکومتولی ته دوام ورکړي، چې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې له نوماندۍ څخه انصراف وکړي.

یادې شورا کې د سولې او اعتدال ټیم نوماند حنیف اتمر اوسنی حکومت له ملي اعتباره بې برخې او نامشروع وباله او ویې ویل، چې او نه شي کولی د ټاکنو او سولې پروسې مدیریت کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د قانون سره سم اوسنی حکومت باید د جوزا له لومړۍ وروسته خپل کار پای ته ورسوي، او چارې سرپرست حکومت ته وسپاري.

ښاغلي اتمر و ویل، چې د نوماندانو شورا به له سیاسیون سره یو ځای هڅه وکړي، چې چارې سرپرست حکومت ته وسپارل شي او د سولې او ټاکنو پروسه هم سرپرست حکومت مدیریت کړي.

خو مشرانو جرګې نن په خپله عمومي غونډه کې د سرپرست حکومت رامنځ ته کولو د هېواد د ملي ګټو خلاف او خطرناک وباله.

د سناتورانو په وینا په اوسنیو شرایطو کې له یوې خوا د طالبانو سره جګړه او له بلې خوا نوماند په دې هڅه کې دي، چې د نظام سقوط ته زمینه برابره کړي.

د دوی په وینا د نوماندانو له خوا دغه غوښتنه د ملي ګټو پر ځای پر شخصي ګټو راڅرخي او ټولې هڅې یې هم د شخصي ګټو لپاره دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، چې د جرګې په استازیتوب د سرپرست حکومت د رامنځ ته کولو طرحه ردوي.

ښاغلي مسلم یار د نوماندانو شورا او د هغوی دې طرحې ته په غبرګون کې چې اشاره یې طالبانو وویل«موږ او تاسو په دې هېواد کې څوک نه غواړي، خو تاسو بیا هم سرپرست حکومت غواړی، او ټاکنو روڼتوب مو پلمه کړی او غواړي له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږۍ؟»

سناتورانو ټینګار وکړ، چې هېڅ ضمانت نه شي کېدای چې سرپرست حکومت دې وکولی شي رڼې ټاکنې تر سره کړي، بلکې په هغه صورت کې به هېواد له سقوط سره مخ شي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د نوماندانو شورا په اړه غبرګون ښودلی او ویاند یې هارون چخانسوري د سرپرست حکومت په اړه هر ډول ترتیبات نیول د اساسي قانون او افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خلاف دي.

نوموړي ویلي، چې د ولسمشرۍ د نواماندانو شورا دغه طرحه هېڅ ډول قانوني ارزښت او بنسټ نه لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي