ناپېژانده وسله والو کسانو پکتیا ولایت کې یو تن قومي مشر او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم یو غړی وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲ مه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو ګردیز ښار کې قومي مشر او د ثبات او همپالنې د ټیم غړی وکیل جان محمد جلالي په ډزو وژلی دی.
د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د وکیل جان محمد جلالي وژنه په کلکه غندلې ده.
نوموړي له امنیتي اداره په کلکه غوښتي، چې د جلالي وژونکي د نیولو په اړه جدي پلټنې وکړي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا