د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مکماسټر یو ځل بیا له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي ځواکونو ایستل یوه لویه تېروتنه بللې ده.
د
جمهور خبري آژانس خبر له مخې نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي له افغانستان او المان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په اوږد مهال کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي.
مکماسټر یو ځل بیا ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېره د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي دا به یوه لویه تېروتنه وي.
د مکماسټر په وینا امریکا باید د افغان دولت او امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي او یوازې یې پرېنږدي.
هغه پر ټرمپ غږ کړي، چې باید د خپلو متحدیتونو له څندې ته کولو او دغه راز د ځواکونو د ایستلو له عجولانه پرېکړې تېر شي.
ده یو ځل بیا پر ټرامپ دا نیوکه هم کړې، چې له طالبانو سره یې د دوحې په مذاکراتو کې دغه ډلې ته ډېر امتیازات ورکړي دي.
نوموړي څو ورځې وړاندې هم پر ټرمپ نیوکه کړې وه، چې د طالبانو لاس یې نیولی او افغان دولت او امنیتي ځواکونو ته یې شاه کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته و ویل، چې طالبانو هوښیا او چالاک خلک دي او امریکا ورسره ښه معامله کولی شي.
هغه دا هم ویلي، چې دوی به ډېر په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ راکم کړي، خو په وینا یې نهايي پرېکړه به وروسته کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل