ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ کې هوايي برید پر طالبانو شوی او د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۲۰ وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر دغه هوايي برید وړمه شپه د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه کې شوی وو.
د نیمروز د ولایتي شورا مشر باز محمد ناصر هم ویلي و، چې برید د استوګنې یوه کور ته نېږدې د طالبانو په غونډه شوی و، خو په وینا یې په دغه برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
خو دفاع وزرات وايي، برید د طالبانو پر غونډه شوی، چې په کې د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي وګړو د مرګ ژوبلې د اعاوو په اړه څېړنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل