د جوزجان – بلخ ولایت پر لویه لار د جوزجان ولایت اړوند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۳۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پېښه تېر ماښام شپږ بجې د جوزجان ولایت په حدبخشي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالواحد وجدان وايي، ۴۰۴ موټر له فاریاب څخه د کابل په لور روان و، چې د جوزجان په حدبخشي سیمه کې یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
دی وايي، د پېښې له ځایه ۲۰ تنه ټپیان تر اوسه د جوزجان او بلخ روغتونو ته لېږدول شوي، خو دا چې د پېښې رامنځ ته کېدو سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د مرګ ژوبلې کره معلومات نه کېږي.
خو عیني شاهدانو ویلي، چې په دغه ترافیکي پېشه کې ۱۰ مسافر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون بیا د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې یو تن په کې وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:جوزجان