د امریکا د کورني امنیت وزارت له افغانستان د ایستل شویو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه د خپل ملي امنیت لپاره بالقوه ګواښ بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، له اګست میاشتې راهیسې ۶۰ زره افغانان لېږدول شوي دي.
ورځپاڼه وايي، د امریکا د کورني امنیت د وزارت ارزونې ښيي، چې د دغه لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه بالقوه د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۳ افغانان د ارزونې او نورې څېړنې د پړاوونو تر بشپړېدو او د امریکا د تحقیقاتو د فډرال ادارې او د ترهګرۍ ضد ډلو د پوښتنو د ځواب لپاره د امریکا د ګمرک او سرحدي خوندیتوب په توقیف کې دي.
همدارنګه ۱۵ تنه نور افغانان د امریکا د کډوالو او ګمرک ادارې له خوا تر تسلیمولو وروسته په اروپا یا هم منځني ختیځ کې د ټرانزیټ محلونو ته ستانه کړای شوي، یا هم په ځینو مواردو کې تر یو لړ ارزونو وروسته خوشې کړای شوي دي.
په همدې لړ کې ۱۶ تنه نور افغان وګړي د امریکا د کورني امنیت وزارت په فهرستونو کې شامل دي، چې لا امریکا ته د سفر یا هم له امریکا بهر د ټرانزیټ په ځایونو کې د استوګنې اجازه نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل