د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې سفیر ون برنډت وايي، په دغه هېواد کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون یکشنبې ماښام په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تعلیم او کار ته د نه لاسرسي حق هغه موضوع ده، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
د اروپایي ټولنې سفیر دا اندېښنه وروسته تر دې څرګندوي چې طالبانو وروستیو کې د هلکانو ښوونځي پیل کړل خو له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکو ته د شرایطو تر برابرېدو کور کې د پاته کېدو سپارښتنه وکړه.
خو طالبان بیا وایي، د ښځو د تعلیم او کار حق ته درناوی کوي او اوس په دې بوخت دي چې دې برخه کې د خپلو تګلارو له مخې شرایط برابر کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل